সংক্ষিপ্ত যাদুল মাআদ

বই পেইজ পরিচিতি
শিরোনাম: সংক্ষিপ্ত যাদুল মাআদ
ভাষা: পশতু
সংকলন: মুহাম্মাদ ইবন আব্দুল ওয়াহহাব
অনুবাদক: সুলতান মাহমুদ সালাহ
প্রকাশনায়: দারুল কলম গবেষণা প্রকাশনা অনুবাদ
সংক্ষিপ্ত বর্ণনা: সংক্ষিপ্ত যাদুল মাআদ: রাসূলুল্লাহ সাল্লাল্লাহ আলাইহি ওয়া সাল্লামের যথাযথ অনুসরণ হলো তার আদর্শকে জীবনে বাস্তবায়িত করা। তার আদর্শ বাস্তবায়ন করতে হলে আগে সঠিক ও বিশুদ্ধভাবে তার আদর্শ সম্পর্কে জানতে হবে। জীবনের সকল ক্ষেত্রে তার বিশুদ্ধ সুন্নাহ বা আদর্শের সংকলন হলো ইমাম ইবনুল কায়্যিম রহ. এর সংকলিত যাদুল মাআদ। এর সার সংক্ষেপ হিসাবে মুখতাছার যাদুল মাআদ পরিবেশিত হলো।
সংযোজন তারিখ: 2008-07-01
শর্ট লিংক: http://IslamHouse.com/156290
:: এই শিরোনামটি বিষয় অনুসারে নিম্নের ক্যাটাগরিগুলোতে বিন্যস্ত ::
এই ‘বিষয় পরিচিতি’টি নিম্নোক্ত ভাষায় অনূদিত:: পশতু - আরবী - থাই
বিষয়ের সংযুক্তিসমূহ ( 3 )
1.
د آخرت توښه
3.5 MB
: د آخرت توښه.pdf
2.
د آخرت توښه
3.2 MB
: د آخرت توښه.doc
3.
د آخرت توښه
252.2 KB
: د آخرت توښه.rar
বিস্তারিত বিবরণ

الحمدلله رب العالمين و العاقبة للمتقين و الصلاة و السلام على اشرف المرسلين سيدنا و مولانا محمد  و على آله و اصحابه و من تبعهم باحسان الى يوم الدين.

د خداى تعالى اراده داسې شويده چې انسان خپل هميشنى برخليک پخپله وټاکي د دنيوي ژوند په نوم فرصت ورکړل شوى چې د نيکمرغۍ او بد مرغۍ له دوو لارو نه يوه غوره کړي. دنيا د انساني ژوند ډيره ارزښتناکه او سرنوشت ټاکونکې مرحله ده، که چا د رڼا (اسلام) په لاره پل کيښود او دا مزل يې تر پايه وواهه، نو تلپاتې نيکمرغي يې وګټله او که چا د تيارو لاره ونيوه، هغه که دا دنيوي پړاو په تيندکونو ووهي او يا له مادي پلوه آرام ورنه تير شي، هميشنى ژوند او وروستى پړاو يې له بدمرغۍ او کړاونو نه ډک دى، او پخپل همدې غلط انتخاب سره ځان داسې ځاى ته رسوي چې هلته به د مرګ هيله کوي، خو مري به نه ، ) العياذ بالله).

د بنده خپله خوښه دلته څه کري، تر څو هلته يې وريبي، څه ډول تياري نيسي، او په کومو وسايلو ځان سمبالوي؟ آيا هغه وسايل خپلوي چې د مرګ په ګوزار خپل کار پريږدي، له منځه ځي، استهلاک  کيږي، او په هميشني ژوند کې د کار او ګټې نه وي، او که نه داسې وسايل غوره کوي چې مرګ يې ګټه او اغيزه  له منځه نشي وړى، او نه يوازې ددې محدود ژوند تر پايه فايده او رڼا لري، بلکه د اخروي تلپاتې ژوند د سوکالۍ او له الهي دايمي نعمتونو نه د برخمن کيدو تضمين هم کوي.

الله تعالى لکه څرنګه چې د خپل کرم له مخې د بندګانو په وړاندې ترسيم شوې لارې او د هرې لارې وروستى منزل ټاکلى او معرفي کړيدى، همدا راز يې سعادت ته د رسيدونکې لارې د په نښه کولو، د سفر د قوانينو او ضوابطو د ښوولو او بيانولو پخاطر وخت په وخت خپل صالح بندګان غوره کړي، او د اسلام په ډاډينه لار د تلونکي کاروان د مشرتابه دنده يې ورسپارلې ده.

د خداى تعالى له خوا د غوره شوي خيل په منځ کې چې د رسولانو او نبيانو (ع) خيل دى، حضرت محمد (ص) تر ټولو غوره او د لوړ مقام خاوند دى، د الله تعالى ددې ممتاز رسول (ص) له ځانګړتياوو نه ممتازه ځانګړتيا داده چې په رسالت سره يې د نبوت او رسالت سلسله بشپړه شوې او پاى ته رسيدلې ده.

رسول (ص) د خپل مبارک ژوند په دوران کې داسې توښه پريښې ده چې د قيامت تر ورځې پورې د ټولو بندګانو لپاره کافي ده، بختور دى هغه څوک چې  آخرت ته د تيارۍ پدې ډګر کې يې د رسول الله (ص) له خوا پريښودل شوې توښه له ځان سره واخيستله او د ژوندون پيچومي يې سر کړل.

د خداى تعالى تر ټولو غوره رسول حضرت محمد (ص) د خداى تعالى په وړاندې يوازينې مقبول او تر ټولو غوره دين په اکمله توګه بيان او توضيح کړى، او هميشنۍ نيکمرغۍ ته د رسيدونکې لارې لارويانو ته يې ټول هغه څه په ميراث پريښي دي کوم چې پدې لنډ سفر کې ورته په کار دي.

په رسالت له مشرفيدو وروسته د نبي (ص) ژوند په دنيا کې د لارې ډيوه او د آخرت توښه ده، نو که څوک غواړي ايمان يې بشپړ او جنت ته د رسيدو لپاره کافي توښه له ځان سره ولري، ورباندې ده چې د رسول اکرم (ص) په سنتو علم ولري او صحيح عمل ورباندې وکړي. د رسول (ص) مبارک سيرت او ژوند ليک چې په حقيقت کې د قرآنکريم او اسلام شفاهي او عملي تصوير او انځور دى، د احاديثو او سيرت په معتمدو کتابونو کې ساتل شوى او د آخرت توښه له همدغو خزانو نه لاسته راوړل کيداى شي. د سيرت له معتبرو او غوره کتابونو نه يو هم د علامه ابن قيم الجوزيه (رح) ( زاد المعاد) نومى کتاب دى، دغه علمي پانګه چې په عربي ژبه په اوو ټوکو کې ليکل شوى د مسلمان لپاره په هر ډګر کې روڼ مشال، د هر درد علاج او هرې پوښتنې ځواب دى. زه چې د شهادت ورځپانې مسئول مدير وم، د (نورڅلى) تر نوم لاندې ديني پاڼې د چلولو دنده هم را په غاړه وه، او په همدې وخت کې دا فرصت په لاس راغى چې د ( زاد المعاد) مختصر شوي کتاب ژباړه پيل کړم او (د آخرت توښه ) تر عنوان لاندې يې خپاره کړو، دغه زرينه لړۍ لا پاى ته نه وه رسيدلې چې شهادت ورځپاڼه ترور شوه، وروسته خداى توفيق را کړ او د کتاب ژباړه مې بشپړه کړه. (الحمدلله). خو بې وسۍ اجازه رانکړه دا قيمتي هديه خپل له ډيرو قيمتي او ضروري شيانو نه محروم قوم ته همغه وخت وړاندې کړم. له ډيرو دوستانو سره مې ددې ارزښتمن کتاب د چاپ خبره مطرح کړه، تر څو زړه ته رانژدې ورور حاجي محمد هاشم حنيف ددې کارنامې د سرته رسولو ژمنه راسره وکړه او دادى په خپلې لورينې سره يې  نوموړى کتاب د چاپ په ګاڼه سينګار کړ. حاجي صاحب حنيف چې په بلجيم کې له اړو افغانانو سره د دفتر مسئوليت په غاړه لري، د خداى په توفيق او ايماني همت سره خپلو هيوادوالو ته ډير څه کړيدي او لا کوي يې اړو مهاجرينو ته خيمې ، بې وسه کونډو ته د کار وسايل، يتيمو زده کوونکو ته د زړه کړې لوازم، لمونځ کوونکو ته جوماتونه، تږو ته د اوبو څاګان، د علم او پوهې د ترويج پخاطر د کتابونو ترجمه او چاپول، ددى دفتر له مهمو پروژو او کارنامو څخه شميرل کيږي. دادې تاسو د نوموړي د خير له کارونو نه د يوه مهم کار عملي پايله ګوري، ډير مهم اثر (د آخرت توښه ) پخپله ژبه لولئ، هيله ده د همدې کتاب په واسطه د نجات له چينې نه کافي توښه له ځان سره واخلئ. له مهربان او رحمان خداى (ج) نه سوال کوم چې (د آخرت توښه) د مؤلف، ژباړن، چاپونکي او ټولو همکارانو او لوستونکو لپاره د آخرت توښه وګرځوي، دا وړوکى عمل په خپل دربار کې قبول او د نورو حسناتو د ترسره کولو توفيق را په برخه کړي.(آمين)

 سلطان محمود صلاح

د جمعې مبارکه ورځ- يوه بجه

   حيات آباد، پيښور

١٩/١٢/١٣٨٥ = ٩/٣/٢٠٠٧

Go to the Top